ملک سلمان خيريه بنسټ کندهار کې پر څلور زره کورنيو خوراکي توکي وويشل
21-05-2019
د سعودي عربستان يوې دولتي ادارې (ملک سلمان خيريه بنسټ) د کندهار په ولايت کې له يوې دقيقې سروې وروسته  پر څلور زره اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشلې.
د ياد بنسټ له لورې په کندهار کې د دې مرستو لړۍ د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې وه چې نن 2019-05-21  پای ته ورسېده.
د ملک سلمان خيريه بنسټ د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سره د يو ميلون ډالرو په ارزښت د هېواد په پنځو ولايتونو کې پر شل زره اړمنو کورنيو د خوراکې توکو د ويش پروژه (افطار الصايم) د روژې مبارکې  مياشتې په سر کې پيل شوې ده.
د معلوماتو له مخې تر دې دمه نوموړي بنسټ په کابل کې پنځه زره،  ننګرهار کې څلور نيم زره او کندهار کې څلور زره کورنيو ته يادې مرستې ويشلې او دغه مرستې به په هرات او مزارشريف کې هم اړمنو کورنيو ته ورسول شي.
پای
 
 
 
 
ننوتل
کاروونکي نوم
پاسورډ
  غړيتوب
انځورونه
 
د هوا پېشګويي