ګرديز او زرمت ولسوالۍ کې په زرو کورنيو مرستندويه توکي وويشل شول

د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ د مرستو په لړ کې دا ځل د پکتيا ولايت په مرکز او د دې ولايت په زرمت ولسوالۍ کې په زرو اړمنو کورنيو مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش مراسم نن 2026-02-18 د پکتيا په مرکز ګرديز ښار کې جوړ شوي و، چې پکې د دې ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس حبيب الله شهيدزاده، د والي د دفتر رئیس نور الله ممتاز، او د ولايت د اقتصاد رياست د مؤسسو د همغږۍ مدير امان الله حسن زاده ګډون کړی و.
ولايتي مسئولينو په خپلو خبرو کې د ملک سلمان خيريه بنسټ د دې مرستو د رسولو قدرداني وکړه.
مرسته شويو توکو کې اوړه، وريژې، بوره، لوبيا او غوړي شامل دي، چې د سروی تر مخې بې وزلو، داخلي بېځايه شوو، راستنو شويو کډوالو کورنيو ، کونډو او يتيمانو ته وېشل کېږي. 
دا بهير د سعودي عربستان د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ پر مخ وړل کېږي.
د ويلو ده چې له دې وړاندې په پکتيکا او خوست کې هم يادې مؤسسې له لوري پر سلګونو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
ياد خيريه بنسټ څو ورځې مخکې د مرستو د وېش تازه پروژه پيل کړې، چې لس ولايتونو کې به پلې شي.
پای

تاسې شاید دا خوښ کړئ