بلخ کې پر لسګونو زلزله ځپلو کورنيو د ملک سلمان بنسټ مرستې وويشل شوې
د بلخ ولايت په کشندې ولسوالۍ کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري پر دوه سوه پنځو (250) زلزله ځپلو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکي مرستې وويشل شوې.
د کشندې په ولسوالۍ کې نن 2025-11-12 د دې مرستو د ويش په تړاو جوړو شويو مراسمو کې د افغانې سرې مياشتې ټولنې عمومي رئيس شيخ شهاب الدين دلاور، د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادريس، د ملک سلمان بنسټ استازو او ګڼو نورو خلکو برخه اخيستې وه.
په مرسته شويو توکو کې پنځه کمپلې، د سرپناه لپاره يوه خېمه، دوه کارټنه خورما او د پخلنځي وسايلو يوه ستره کڅوړه (سيټ) شامل دي چې هرې يوې زلزله ځپلې کورنۍ ته دغه اندازه مرسته ورکړل شوه.
ياده مرسته د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي مالي ملاتړ او د افغاني سرې مياشتې د څارنې لاندي د النور خيريه مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د هېواد په شمالي ولايتونو د وروستۍ زلزله ځپلو کورنيو لپاره چمتو شوې.
د يادولو ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د سمنګان ولايت په فيروز نخچير ولسوالۍ کې هم په دوه سوه پنځوس (250) زلزله ځپلو کورنيو ورته مرستې ويشل شوي چې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ چمتو شوې وې.
پای






