ملک سلمان خيريه بنسټ بلخ کې په ۸۰۰ زلزله ځپلو کورنيو مرستې وېشي
د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا په بلخ ولايت کې د وروستۍ زلزلې له امله زيامنو شويو اته سوه کورنيو ته خوراکي توکي وېشل کېږي، د مرستو د وېش لړۍ به په مرکز او دوه ولسواليو کې د درې ورځو په موده کې بشپړه شي.
د مرستو د وېش لړۍ نن 2025-11-19 د ولايت په مرکز مزارشريف کې پيل شوه، دا بهير د افغاني سرې مياشتې سره په همغږۍ تر سره کېږي، چې د پيل په مراسمو کې د ملک سلمان خيريه بنسټ مسئولينو، په بلخ کې د افغاني سرې مېاشتې رئيس محمد يونس معصومي، او سیمه ييزو مسئولينو ګډون کړی و.
د افغاني سرې مياشتې مسئولینو وويل چې هرې کورنۍ ته به پر اوړو، وريژو، بورې، لوبیا او غوړيو سربېره يو يو کاټن خرما هم ورکړل شي.
د ثبت تر مخې به مزارشریف ښار کې درې سوه کورنيو، په چهارکنت او البرز ولسواليو کې دوه نيم-دوه نيم سوه کورنيو ته دا مرستې ووېشل شي، چې درې ورځې به دوام وکړي.
بايد وويل شي د مسلک سلمان خيريه بنسټ چې له کلونو راهيسې افغانستان کې خيريه کارونه کوي، دطبيعي پېښو پر مهال ځپلو سيمو او خلکو ته عاجلې مرستې رسوي، چې له دې مخکې يې هم بلخ او سمنګان کې د کور وسايلو او خيمو په ګډون یوه اندازه مرستې وېشلې وې.
سربېره پر دې د هېواد په ختيځ کې د وروستيو زلزلې له امله زيانمنو شويو زرګونو کورنيو ته د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا مرستې رسول شويدي.
پای






