سمنګان کې په ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنيو مرستې ووېشل شوې

د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي مرسته د سمنګان ولايت خلم ولسوالۍ کې پر څلور سوه زلزله ځپلو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
دا مرستې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي مرسته، د افغاني سرې مياشتې سره په همغږئ او د توحيد خيريه مؤسسې په تخنيکي ملاتړ ووېشل شوې.
په همدې مناسبت نن 2025-11-23 په جوړو شويو مراسمو کې د هېواد په شمالي زون کې د افغاني سرې مياشتې رئيس ملا محمد حنيف خالد، په سمنګان ولايت کې د افغاني سرې مياشتې ولايتي رئیس زهير الله همدرد، د ملک سلمان بنسټ او توحيد مؤسسې مسئولينو ګډون کړی و.
هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، لوبيا، وريژې، بوره او خرما وېشل کېږي، چې د هېواد په شمال کې د وروستيو زلزلو څخه د زیانمنو شويو کورنيو سره د مرستو د بهير برخه ده.
څو ورځې وړاندې هم د سلمان بنسټ له خوا د بلخ په مرکز او دوه ولسواليو کې په اته سوه کورنيو دا ډول مرستې وېشل شوې وې.
پای   

تاسې شاید دا خوښ کړئ