سمنګان کې په سلګونو زلزله ځپلو کورنيو مرستې وويشل شوې

د سمنګان ولايت په دره صوف پايين ولسوالۍ کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري پر څلور سوه زلزله ځپلو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
دا مرستې نن 2025-11-25 د تېر په څېر د افغانې سرې مياشتې ټولنې تر څار لاندې د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ وويشل شوې.
په مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړې، وريجې، لوبيا، بوره  او خورما شامل وو چې هرې کورنۍ ته يوه يوه کڅوړه ورکړل شوه.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې، ملک سلمان بنسټ او توحيد مؤسسې استازو حضور درلود.
د يادولو ده چې څو ورځې مخکې د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې هم پر څلور سوه زلزله ځپلو کورنيو يادې مرستې ويشل شوي دي.
پای        

تاسې شاید دا خوښ کړئ