نورګل ولسوالۍ کې په ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنيو مرستې ووېشل شوې
په افغانستان کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د افغاني سرې مياشتې سره په همغږئ د کونړ ولايت په نورګل ولسوالۍ کې په درې نيم سوه کورنيو د کور وسايل او خيمې ووېشل شوې.
دا مرستې نن 2025-11-26 په داسې حال کې ووېشل شوې، چې پکې د نورګل ولسوال مولوي عبدالظاهر، د ملک سلمان بنسټ مسئولينو، او په تخنيکي برخه کې د همکارې النور مؤسسې استازو ګډون کړی و.
هرې کورنۍ ته کمپلې، د سرپناه لپاره يوه خيمه، او د پخلنځي د وسايلو يوه کڅوړه ورکړل شوي دي.
يادې مرستې د نورګل ولسوالۍ د مزاردره په سيمه کې په هغو کورنيو وېشل شوي، چې د تېر اګست مياشتې په وروستۍ شپه د يوې سختې زلزلې له امله متضررې شوې وې.
له دې وړاندې هم دې بنسټ په مزاردره کې دوه نيم سوه کورنيو ته اړينې مرستې رسولې وې.
بايد وويل شي چې د مسلک سلمان خيريه بنسټ په مسلسل ډول په هېواد کې د طبيعي پېښو څخه د متضررو خلکو سره مرستې کوي، دې وروستيو کې يې د بلخ، او سمنګان په ولايتونو کې د زلزلې له امله په زيانمنو سلګونو کورنيو مرستې وېشلي دي.
پای







