سمنګان او کونړ کې پر ۷۰۰ زلزله ځپلو کورنيو مرستې وويشل شوې
د سمنګان او کونړ په ولايتونو کې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ اوه سوه زلزله ځپلو کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
د معلوماتو له مخې نن 2025-11-27 د سمنګان ولايت مرکز ايبک ښار کې پر څلور سوه زلزله ځپلو کورنيو د خوراکي توکو کڅوړې وويشل شوې.
په مرستو شويو کڅوړو کې اوړه، غوړي، وريژې، لوبيا، بوره او خورما شاملي دي.
دا مرستې د تېر په څېر د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ او افغاني سرې مياشتې ټولنې سره په همغږۍ د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ وويشل شوې.
دغه راز نن 2025-11-27 د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ په ديوه ګل سيمه کې هم د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري د النور مؤسسې په تخنيکي همکارۍ پر درې سوه زلزله ځپلو کورنيو د غير خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته د سرپناه لپاره يه خېمه، پنځه کمپلې او د پخلنځي وسايلو يوه ستره کڅوړه (سيټ) ورکړل شول.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې، ملک سلمان خيريه بنسټ او اړونده مؤسسو استازو ګډون درلود.
د يادونې ده چې يادې کورنۍ په دې وروستيو کې د هېواد په شمالي او ختيځو ولايتونو کې د سختو زلزلو له امله متضرره شوې وې.
ملک سلمان خيريه بنسټ له دې وړاندې هم په سمنګان، کونړ، بلخ، بغلان او يوشمير نورو ولايتونو کې زلزله ځپلو، اړمنو او راستنو شويو کورنيو ته دغه مرستې ويشلې دي.
پای






