سمنګان کې پر سلګونو اړمنو کورنيو د ملک سلمان بنسټ مرستې وويشل شوې
د تېر په څېر يو ځل بيا د سمنګان ولايت مرکز ايبک ښار کې پر سلګونو اړمنو کورنيو د بېلا بېلو خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
د شنبې 2025-11-29 په ورځ د يادو مرستو د ويش په پار جوړو شويو مراسمو کې د سمنګان ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې مسئولينو او همدا راز د سعودي عربستان ملک سلمان خيريه بنسټ استازو برخه اخيستي وه چې په ترڅ کې يې پنځه سوه دولس (512) بې وزله، راستنو شويو، داخلي بېځايه شويو او يتيمانو ته د خوراکي توکو کڅوړې وويشل شوې.
د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، وريژې، لوبيا او بوره ورکړل شول.
دا مرستې د تېر په څېر د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ چمتو شوې وې چې د کډوالو وزارت تر چتر لاندې د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ تر خلکو ورسول شي.
پای







