پر سلګونو اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې

د ملک سلمان خیريه بنسټ له لوري د  سمنګان ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې پر سلګونو اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
دا مرستې نن 2025-11-30 د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پر درې سوه درې شپېته اړمنو کورنيو  وويشل شوې.
يادې مرستې د تېر په څېر د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ برابرې شوې وې چې د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ وويشل شوې.
پای

تاسې شاید دا خوښ کړئ