- 01 Dec 2025
- 239
حضرت سلطان ولسوالۍ کې پر ۱۲۵ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې
د ملک سلمان خیريه بنسټ له لوري يو ځل بيا د سمنګان ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې پر لسګونو اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
دا مرستې نن دوشنبه 2025-12-01 د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پر 125 اړمنو کورنيو وويشل شوې.
يادې مرستې د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ وويشل شوې.
د يادولو ده چې تېره ورځ هم په ياده ولسوالۍ کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري پر سلګونو کورنيو ورته مرستې ويشل شوي.
پای
پای
تاسې شاید دا خوښ کړئ
-
د هرات پوليسو په دغه ولايت کې د يو مخور ارباب محمد داود د قتل په تور ...
-
د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې امنيتي ځواکونو په يو قتل کې...







