کندوز کې په ۲۰۰۰ کورنيو د ملک سلمان بنسټ له خوا د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه
د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د کندوز ولايت په مرکز او امام صاحب ولسوالۍ کې په دوه زره بې وزله کورنيو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د دوشنبې په ورځ 2025-12-29 د کندوز ولايت په مرکز او د امام صاحب په ولسوالۍ کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د مرستو د وېش لړۍ د ولايتي مسئولينو په ګډون سره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوه.
د پيل په مراسمو کې د کندوز ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس عبدالولي محمدي، د ولايت مقام استازي مولوي نور محمد سعيدي او د ملک سلمان خيريه بنسټ مسئولينو ګډون کړی و.
ولايتي مسئولینو په خپلو خبرو کې د ملک سلمان خيريه بنسټ څخه مننه وکړه، چې له بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې کوي، او په بحراني حالاتو کې په بېړني ډول د اړتيا وړ توکي رسوي.
د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، وريژې، لوبيا او بوره ورکول کېږي، چې مالي ملاتړ يې د ملک سلمان بنسټ او د توحيد مؤسسه يې تخنيکي چارې پر مخ وړي.
بايد وويل شي چې مسلک سلمان خيريه بنسټ له کلونو راهيسې په هېواد کې خېريه خدمات وړاندې کوي، او په ځانګړي ډول د زلزلو او نورو طبيعي پېښو پر مهال متضررو سيمو او خلکو ته پر وخت رسېدګي کوي.
پای





