پروان کې په زرو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول

د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ د مرستو د نوې پيل شوې پروژې په لړ کې دا ځل د پروان په ولايت کې په زرو کورنيو مرستې وېشل شوي دي.
د شنبې په ورځ 2026-02-21 د مرستو د وېش په مراسمو کې د پروان والي شيخ عزيز الرحمن منصور، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس حاجي امان الله مجاهد، د اقتصاد رئيس حافظ مجيب الله رحيمي، يو شمېر نورو چارواکو، د مرستندويه مؤسسې مسئولينو او يو شمېر مخورو ګډون کړی و. 
د مراسمو پر مهال، چې د چاريکار ښار په ورزشي لوبغالي کې جوړ شوي و، دولتي مقاماتو له ملک سلمان خيريه بنسټ څخه مننه وکړه، چې د روژې په مياشت او د ژمي موسم کې يې د اړمنو لاسنيوی کړی.
مسئولينو په خپلو خبرو کې وويل د ولايت په مرکز چاريکار او د دې ولايت په غوربند ولسوالۍ کې د سروی تر مخې په زرو کورنيو خوراکي توکې وېشل کېږي، چې اوړه، وريژې، بوره، لوبيا او غوړي پکې شامل دي.
د امرستې د سيمه ييزې ادارې سره په همغږۍ، او د توحيد مؤسسې په تخنيکي مرسته بې وزلو، داخلي بېځايه شوو، راستنو شويو کډوالو کورنيو ، کونډو او يتيمانو ته وېشل کېږي، چې له دې وړاندې د پکتيا، پکتيکا، او خوست په ګډون په ځينو نورو ولايتونو کې هم دا پروژه پلې شوې ده.
د روژې د پيل سره سم د ملک سلمان خيریه بنسټ له خوا د مرستو د وېش نوې پروژه پر لار اچول شوې، چې ځينو سيمو کې بشپړه او ځينو کې لا هم تر لاس لاندې ده.
پای 

تاسې شاید دا خوښ کړئ