پنجشير کې پر سلګونو کورنيو د ملک سلمان بنسټ مرستې وويشتل شوې

افغانستان کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لورې اړمنو کورنيو ته د خوراکي توکو د ويش  سترې پروژې لړۍ  پنجشير ولايت ته ورسېده.
ملک سلمان خيريه بنسټ د دې پروژې په ترڅ کې  نن  2026-04-16  د پنجشير ولايت مرکز بازارک او شتل ولسوالۍ پر  زرو داخلي بېځايه شويو، راستنو شويو کډوالو، يتيمانو، معيوبينو او نورو غريبو کورنيو خوراکي توکي وويشل.
د تېر په څېر  مرسته شويو توکو کې غوړي، اوړه، بوره، لوبيا او وريژې شاملي دي چې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ چمتو شوي.
د دې مرستې د ويش مراسمو کې د پنجشير  د کډوالو چارو رئيس محمد رها ابرار ، د ولايت مقام استازي ذبيح الله اکبري، د کليو او پراختيا رياست استازي نظام الدين خالقي،  د ملک سلمان بنسټ او توحيد مؤسسې استازو برخه درلوده.
د پنجشير ولايتي چارواکو او اړونده کورنيو  د ملک سلمان بنسټ له مرستې مننه وکړه.
ملک سلمان خيريه بنسټ څو ورځې وړاندې په کابل کې هم پر دوه زره اړمنو کورنيو يادې مرستې ويشلي دي.
پای

تاسې شاید دا خوښ کړئ