يوې ايرانۍ الوتکې کابل ته مسافر را ورسول

يوې ايرانۍ الوتکې نن د چهار شنبې په ورځ 2021-09-15 د کابل نړيوال هوايي ډګر ته يو شمېر مسافر را رسولي دي.
دا الوتکه چې د (ماهان) په نوم ده، څوارلس مسافر يې د کابل هوايي ډګر ته انتقال کړي دي.
د طالبانو مقاماتو هم د دې الوتکې راتلل تاييد کړي دي.
همدا راز د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې په طبي وسايلو بار د قطر دويمه الوتکه هم کابل ته رسېدلي ده.
ياد سازمان وايي چې د دې مرستو سره به له يو ميليون افغانانو اړتياوې پوره شي.
وړمه ورځ  د پاکستان د (PIA) الوتکې هم يوشمير  مسافر کابل او له کابل څخه اسلام اباد ته وليږدول.
پای  

تاسې شاید دا خوښ کړئ