ملا حسن اخوند د روسيې، چين او پاکستان استازو سره ليدلي

د اسلامي امارت د وزيرانو کابينې مشر ملا محمد حسن اخوند  په کابل کې د روسيې، چين او پاکستان استازو په ارګ کې ليدلي.
د دې لېدنې پرمهال  د بهرنیو چارو سرپرست وزیر  امیرخان متقي، د ماليې وزارت سرپرست ملا هدايت الله بدري او نورو مشرانو هم ګډون  درلود.
ملا محمد حسن اخوند د يادو استازو سره پر دوه اړخيزه اړيکو، د هېواد د روان وضعيت او همدا راز پر يوشمير نو رو  موضوعاتو خبرې وکړې.
دغه لېدنه چې نن 2021-09-21 ترسره شو ه د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف، د پاکستان استازي صادق خان او د چين استازي ګډون درلود.
پای  

تاسې شاید دا خوښ کړئ