قرغزستان: د سيمې هېوادونه دې د طالبانو حکومت ملاتړ وکړي

د قرغزستان د جمهور رئيس امنيتي مرستيال  وايي چې د سيمې هېوادونو ته  پکار دي چې د طالبانو حکومت ملاتړ وکړي او ښې اړيکې ورسره جوړې کړي.
د قرغزستان د  ولسمشر امنيتي مرستيال طلعت بيګ د يو پلاوي په مشرۍ نن 2021-09-23 کابل ته راغلی، له ده سره په  مل پلاوي کې د قرغزستان  د جمهور رئيس د بهرنۍ پالیسۍ څانګې مشر ژین بیګ هم ملتيا کوي.
نوموړي نن 2021-09-23 په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي او د وزيرانو کابينې د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره جلا جلا کتني کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس ته وويل  چې د اسلامي امارت د رئیس الوزراء لومړي مرستیال  ملا برادر اخوند  طلعت بیګ او مل پلاوي سره  وليدل.
دی وايي چې په ياده ناسته کې پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو خبرې وشوې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د  قرغزستان پلاوي وویل چې اوس د سیمې هیوادونو ته په کار ده چې د افغانستان د نوي حکومت ملاتړ وکړي، بشري کومکونه ورسره وکړي او ښې اړیکې ورسره جوړي کړي.
د قرغزستان ياد پلاوي همدا راز د اميرخان متقي سره هم ليدلي او دواړو خواوو پر هراړخيزه اړيکو او دوام داره همکاريو ټینګار او ژمنه کړې.
په دغه کتنه کې اميرخان متقي د قرغزستان له مرستو مننه وکړه او د دغه هېواد د همکاریو او  مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.
پای         

تاسې شاید دا خوښ کړئ