طالبان: د مسکو ناسته کې خپل دريځ د سيمې او نړۍ هېوادونو ته رسوو
ټاکل شوې چې سبا مسکو کې د افغانستان په تړاو د ترویکا غړو هېوادونو د استازو په ګډون غونډه جوړه شي.
دې غونډې ته د افغان حکومت پلاوی هم وربلل شوی خو امريکا ويلي چې دې غونډه کې ګډون نه کوي.
د مسکو ناستې د روسيې په کوربتوب څو کاله مخکې پيل شوي، په دې غونډو کې مخکې د افغان حکومت او طالبانو پلاوو ګډون کولو خو اوس چې مخکنی افغان حکومت ړنګ شوی دا ځل د طالبانو پلاوی د افغانستان د يو واکمن حکومت په استازيتوب دغه غونډه کې ګډون کوي.
دا پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته د مسکو ناستو لومړۍ غونډه ده.
دې ناسته کې د اسلامي امارت د رئيس الوزراء د دويم مرستيال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ يو پلاوی تېره ورځ مسکو ته تللی.
په دې پلاوي کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي او نور چارواکي هم شامل دي.
د مسکو تازه غونډه د دې لپاره جوړيږي تر څو د افغانستان له نوي حکومت سره د نړۍ د اړيکو لپاره لاره هواره او د ممکن بشري او اقتصادي کړکيچونو مخه ونيول شي.
له بلې خوا نن 2021-10-19 د سه شنبې په ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د اسلامي امارت پلاوی د مسکو فارمټ ناسته کې چې تمرکز يې د افغانستان په مسئله او وروستيو تحولاتو دی ګډون کوي.
ده وويل (اوس چې افغانستان کې ستر مثبت تحول راغلی، اسلامي امارت عملاً د چارو واګې په لاس کې نيولي او اسلامي امارت ته هم په دغه ناسته کې بلنه ورکړل شوې ده، نو بناء مونږ غواړو د نوي اسلامي حکومت دريځ د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ورسوو.)
نوموړي زياته کړه چې د ناستې په څنډه کې به د اسلامي امارت پلاوی د يوشمير هېوادونو له استازو سره په دوه اړخيزو او څو اړخيزو ناستو کې هم ګډون وکړي.
له بلې خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مسئولينو ويلي چې د لوجستکي ستونزو له امله امريکا د مسکو ناسته کې ګډون نشي کولای.
په دې ناسته کې د پاکستان، چين، هند او ايران استازي هم ګډون کوي.
بل خوا ايران او هندوستان هم ويلي چې د افغانستان په تړاو غونډې جوړوي.
د طالبانو د واکمنۍ څه د پاسه دوه مياشتې تيريږي خو يو هېواد هم په رسميت نه دي پېژندلي، د روسيې د بهرنيو چارو وزير هم څرګنده کړې چې د مسکو ناستې کوربتوب کوي خو طالبان په رسميت نه پېژني.
پای







