د لوړو زده کړو وزارت يو پلاوي د شيخ زايد پوهنتون ارزيابي وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو مرستيال مولوي اسدالله فريد او ورسره مل پلاوي د خوست شيخ زاید پوهنتون ستونزې له نېږدې ارزيابي کړې.
هغه ناسته چې په همدې موخه جوړه شوي وه، ګڼ شمير استادانو، ترڅنګ حکومتي لوړ پوړو چارړاکو هم برخه پکې اخېستي وه.
د شيخ زاید پوهنتون استاد شفيق ګل راغلي پلاوي ته هر کلی وکړ او ترڅنګ يې د ياد پوهنتون پر لاسته راوړنو او ستونزو یوشمېر وړانیزونو له ياد پلاوي سره شريک کړل.
استاد شفيق ګل ډاډ ورکړ،چې شيخ زاید پوهنتون به د خپل هيواد د پرمختګ په موخه ټولنې ته وړ کادرونه وړاندې کوي.
همداشان د خصوصي پوهنتونونو په استازيتوب ډاکټر بادشاه زار ابدالي وويل د خصوصي پوهنتونونو مسولين  په دې هڅه کې دي، ترڅو ټولنې ته وړ کادرونه وړاندې کړي.ترڅو د هيواد د ښیرازۍ په موخه ورڅخه ګټه پورته کړل شي.
د يادې علمي ناستې ته خوست والي مولوی محمدنبي عمري په خپلو خبرو کې وويل، اسلامي امارت ژمن دی چې زده کړو ته پراختيا ورکړي، هغه که نارينه دي او يا هم ښځينه، نوموړي همداشان د زده کړو پر اهميت وويل، چې زده کړې په ټولو برخو کې هغه که عصري، اويا هم ديني علوم دي اړينې دي.
عمري زياته کړه موږ اماده يو چې نړيوالو سره متقابلې اړيکي وساتو،او له نړيوالو هم غواړو، چې زموږ ديني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي.
نوموړي وويل امارت هڅې پیل کړي، تر څو د نجونو زده کړو لپاره ښه زمينه ژر برابره کړي، او په ارام چاپیريال کې زده کړې سرته ورسوي.
دلوړو زده کړو وزارت اداري مرستيال مولوي اسدالله فريد وويل،زموږ کوښښ په دې دی، چې د معيارونو په لوړولو کې شپه ورځ هلې ځلې وکړو،فريد همداشان وويل، اسلامي امارت ژمن دی، چې دزده کړو په ډګرکې خپل هيواد له ګاونډيو هيوادونو سره سيال کړي.
نوموړي وويل د شيخ زاید پوهنتون ټولو ستونزو ته به رسيده ګي کيږي.او ټول وړانيزونه به د لوړپوړو چارواکو سره شریک کړي.
د خوست ولايت اطلاعاتو او کلتور ریس شبير احمد عثماني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې خوست کې د دولتي پوهنتون ترڅنګ خصوصي پوهنتونونه هم په لوړ معیار او پر وطني مينه زده کوونکي روزي.
نوموړي له راغلي پلاوي وغوښتل، چې د يادو پوهنتونونو ستونزو ته پر وخت رسيده ګي وکړي،ترڅو له شته مشکلاتو او ننګونو سره نور مخ نه شي.
پای  

تاسې شاید دا خوښ کړئ