له ازبکستان او تاجکستان سره د وارداتي برېښنا تړونونه لاسليک شول
د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ د ازبکستان او تاجکستان هېوادونو سره د وارداتي برېښنا دوه بېلا بېل مهم تړونونه لاسليک کړي دي.
د يکشنبې 2022-01-02 په ورځ د افغانستان برېښنا شرکت وياند حکمت الله نورزي په يو ويډيو پيغام کې وويل چې څو ورځې مخکې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ ازبکستان هېواد ته مهم سفر درلود.
هغه زياته کړې چې د دې سفر په ترڅ کې د يادو هېوادونو د برېښنا چارو له مسئولينو سره افغانستان ته د نوي 2022 مېلادي کال تر پايه پورې د وارداتي برېښنا ورکولو دوه بېلا بېل مهم تړونونه لاسليک شوه.
نوموړی وايي چې د ازبکستان هېواد سره د شوې تړون له مخې به دغه هېواد افغانستان ته د 2022 مېلادي کال تر پايه پورې په ساعت کې دوه ميليارده کيلو واټه برېښنا ورکوي چې په مقابل کې به يې افغانستان دغه هېواد ته شا او خوا سل ميلونه ډالر ورکوي.
د برېښنا شرکت وياند زياتوي چې له تاجکستان هېواد سره هم د نوي مېلادي کال تر پايه پورې د وارداتي برېښنا تړون لاسليک شوی چې له مخې به يې دغه هېواد افغانستان ته په ساعت کې يو نیم ميليارد کيلو واټه برېښنا ورکوي چې په مقابل کې به يې افغانستان دوی ته شا او خوا نهه شپېته ميلونه ډالر تاديه کوي.
هغه دا تړونونه مثبت او خورا مهم وبلل.
د برېښنا شرکت وياند همدا راز وايي چې د دې سفر پرمهال افغانستان کې د يادو هېوادونو پر نورو اړونده مشترکو پروژو هم مثبتې خبرې شوې چې په راتلونکي کې به يې په اړه مثبت خبرونه ولرو.
افغانستان دا مهال تر ډيره د خپلې اړتيا وړ برېښنا د ګاونډيو هېوادونو واردوي خو دا چې اوس د ژمې موسم دی او برېښنا ته د خلکو اړتيا زياته شوې په کابل او ولايتونو کې د برېښنا پارچاوي هم زياته شوې ده.
پای







