د کابل د تېرې ورځې چاودنه کې ۲۱ کسان وژل شوي

د کابل ښار د اولسمې حوزې اړند  يو مسجد کې د چاودنې له امله د ملا امام په ګډون لسګونو تنو ته مرګ ژوبله رسيدلې، حکومت دا بريد غندلی، او ويلي يې دي چې د دا ډول جنايتونو عاملين به نيول کېږي.
له بلې خوا چارواکو د دې پېښې د مرګ ژوبلې تازه او رسمي  شمېرې اعلان کړي، چې څلور پنځوس تنو ته رسيږي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدران افغان اسلامي اژانس ته وويل پرون 2022-08-17 ماښام د اولسمې حوزې مربوطاتو کې د لمانځه پر مهال يو مسجد کې دننه چاودنه وشوه، چې له  امله يې يو ويشت (21) تنه شهيدان او دري دېرش (33) نور ټپيان شول.
نوموړی وايي افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي تر څو د دې ستر جنایت عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري‌.
په ورته وخت کې ځينې سرچينې بيا د ټپیانو شمېر څلوېښت تنه ښيي.
له بلې خوا د طالبانو حکومت عمومي وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د افغانستان اسلامي امارت د کابل په خیرخانه سیمه کې په یوه مسجد کې چاودنه په کلکو ټکو غندي.
نوموړی زياتوي (د عامو خلکو قاتلین او د داسې جنایاتو عاملین به ډیر ژر نیول کیږي او د خپلو شومو اعمالو په سزا به رسیږي).
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا بريد په کلکو ټکو کې غندلی، او دا يې بشر ضد جنايت بللی دی.
دغه چاودنه د کابل ښار شمالي برخې په خيرخانه  سيمه کې د ابو بکر صديق په نوم يو مسجد کې وشوه، له همدې مسجد سره يوه مدرسه هم شته، چې مولوي اميرمحمد کابلی د مسجد ملا امام او د مدرسې چارې پر مخ وړلې، امير محمد کابلي هم دې چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
مولوي امير محمد کابلی د پيرۍ او مريدۍ د طريقت لاروی و، نوموړي له هغې ډلې سره اړیکه درلوده چې د (سيفيانو) په نوم يادېږي، په افغانستان او پاکستان کې پلويان لري.
هېره دې نه وي چې تېر ميلادي کال د مۍ مياشت کې د کابل په شکردره ولسوالۍ کې هم په مسجد کې چاودنه شوې وه، چې د همدې طريقت د يو پيرو مفتي نعمان په ګډون پکې دولس تنه وژل شوي، او له پنځلسو زيات نور ټپيان شوي وو.
پای  

تاسې شاید دا خوښ کړئ