کندهار کې پر درې زره کورنيو د خوراکي توکو د ويش لړۍ پيل شوه

د کندهار په ولايت کې د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ  له لوري پر درې زره بې وزلو کورنيو د خوراکي توکو د ويش لړۍ پيل شوه.
دا لړۍ نن 2023-06-01 له کندهار ښار څخه پيل شوه  چې د چارواکو په وينا تر راتلونکو څو ورځو پورې  به 1500 بې وزلو کورنيو ته د شپږ قلمه خوراکي توکو کڅوړې  وويشل شې.
همدا راز  به د کندهار  ښار  ترڅنګ  راتلونکي  اونۍ د نوموړي ولايت ارغنداب ولسوالۍ ته دا مرستې  وغځول شي او هلته به هم   1500  بې وزله کورنۍ له دې مرستو څخه برخمنې شي.
په دې اړه نن د پنجشنبې په ورځ د کندهار په ښار کې  جوړو  شويو مراسمو کې د اسلامي همکاريو سازمان  سفير دوکتور محمد سعيد آل عياش،  د ملک سلمان خيريه بنسټ استازو، د افغاني سرې مياشتې ټولنې د جنوبي حوزې عمومي مسئول عبدالصمد ثاني او نورو مسئولينو برخه اخيستې وه.
دا مرستې د تېر په څېر د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي لګښت د اسلامي همکاريو سازمان په تخنيکي همکارۍ  د افغاني سرې مياشتې ټولنې تر رهبرۍ لاندې ويشل کيږي.
ملک سلمان خيريه بنسټ څو مياشتې مخکې پر  47400 بې وزلو کورنيو د خوراکي توکو د شپږ قلمي کڅوړو  د ويش  يوه  ستره  پروژه پيل کړې چې لومړی  پړاو  يې لا   له وړاندې  په کابل، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولايتونو کې څوارلس زره کورنيو ته  بشپړ  شوی او  دويم  پړاو يې  د اپريل په ديارلسمه نېټه پيل شوی چې  لا  دوام لري.
په دويم پړاو کې به دغه مرستې د پلان له مخې  شپږو  ولايتونو  هرات، نيمروز، غور، کندهار، هلمند او فراه کې پر يوولس زره کورنيو وويشل شي، په دويم  پړاو کې دا  مرستې تر اوسه  غور او نيمروز کې سلګونو کورنيو ته ويشل شوي، نن  پنجشنبه کندهار کې پيل شوې او په راتلونکو  ورځو کې به هرات، هلمند او فراه ولايتونو کې هم  زرګونو کورنيو ته وويشل شي.
په ويشل کېدونکو خوراکي کڅوړو  کې څلوېښت کېلو وړه، پنځه لېتره غوړي، پنځه کېلو لوبيا، پنځه کېلو وريجې، پنځه کېلوبوره، او دوه کيلو خرما شامله ده.
پای    

تاسې شاید دا خوښ کړئ