کندهار کې په زرګونو کورنيو د ملک سلمان بنسټ د مرستو د ويش بهير پيل شو
د افغانستان سويلي ولايت کندهار کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لورې پر زرګونو اړمنو کورنيو د خوراکي توکو د ويش بهير پيل شو.
له څو مياشتو راهيسې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان خيريه بنسټ د افغانستان مختلفو ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو د خوراکي توکو د ويش پروژه پيل کړې چې تر دې دمه ګڼو ولايتونو کې دغه مرستې اړمنو کورنيو ته رسيدلي او لا هم دوام لري.
د دې مرستو په لړ کې نن 2026-04-26 د کندهار ښار او تخته پل ولسوالۍ پر درې زره کورنيو د خوراکي توکو د ويش بهير پيل شو چې درې ورځې به دوام ولري.
کندهار کې يادې مرستې داخلي بېځايه شويو، راستنو شويو کډوالو، يتيمانو، معيوبينو او نورو غريبو کورنيو ته ويشل کيږي.
په يادو خوراکي توکو کې د زرګونو افغانيو په ارزښت غوړي، اوړه، بوره، لوبيا او وريژې شاملي دي چې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ چمتو شوي دي.
د دې مرستې د ويش مراسمو کې د کندهار د مهاجرينو رئيس مولوي ولي جان بادام، د کندهار د مهاجرينو امر مفتي نعمت الله الفت، د ملک سلمان بنسټ او توحيد مؤسسې استازو او ګڼو نورو خلکو برخه درلوده.
د کندهار ولايتي چارواکو د ملک سلمان بنسټ له مرستې مننه وکړه.
ملک سلمان خيريه بنسټ په افغانستان کې له دې وړاندې ګڼې نورې پروژې هم پلي کړي چې زرګونه کورنيو ترېنه ګټه اخيستې.
پای







